Top 10 similar words or synonyms for کنشکا

دخپلواکۍ    0.908742

نوۍ    0.901004

داموي    0.894553

لاميل    0.891751

بدمرغه    0.891356

اسکندر    0.887523

روغی    0.886227

دتو    0.884260

ديرشمه    0.883650

جانا    0.883280

Top 30 analogous words or synonyms for کنشکا

Article Example
گندهارا په دې ترتيب سره د کوشاني پاچاهانو د اوړي او ژمي مرکز د گندهارا سيمه شوه ، په همدې دليل د کوشاني دورې پورې مربوط ډير لرغوني آثار د همدې ځاى څخه لاسته راغلي دى او دا سيمه ددوي د حاکميت مرکزي او مهمه سيمه وه په کوشاني دوره او ځانگړي توگه د کنشکا پاچا په دوره کې د گندهارا د سيمې د مدنيت او تاريخي د اهميت په اړه اکاديميسن پوهاند عبدالشکور رشاد داسې ليکي : (( د گندهارا را صنعت د باختر او يوناني صنعت په سلسله کې خو را هم مدنيت و . دلته د صنعت يو خاص مکتب راوتلى دى ، چې هغه د هدې په هغو مجسمو کې چې پخواوې ښکاره کيده او هغه ته د گندهارا صنعت ويل کيده ، گندهارا خو د افغانستان د خورا لوى شاهنشاه کنشکا د ژمي پايتخت و ، هغه به په ژمي کې پيښور ته ورغى او هلته به اوسيده . کوم وخت چې کنشکا بودايي دين قبول کړ ، بيا پس له هغې څخه يې دغه اختلافات چې په بودايي دين کې منځ ته راغلى وو ، ددې د رفع او دفع لپاره يې لومړى معلومه لويه جرگه جوړه کړه . زمونږ د تاريخ لومړى معلومه لويه جرگه په گندهارا پورې اړه لري ، چې پنځه سوه کسه ورته راغوښتل
باميان يا د لرغوني بودايې نړۍ سپيڅلۍ حرم د گريک بوديک تمدن ريښې په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو گاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ . تر هغه چي ستر کنشکا لا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، نوموړي مذهب د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توگه د هند په محدوده کي بندي پاته سوۍ وه . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو د خپلو هنرونو ښکلا د ختيځو خيالاتو سره د تلفيق او يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا سونزي ليري سوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په پايله کي يې د يوه ستر تاريخي تمدن د منځته راتلو زمينه برابره او د نوي مدنيت جوړښت او خوځښت پيل سو .
دپښتنو تاريخي څرک د افغاني مورخينو او څيړونکو په څير يو شمير بهرني ليکوالانو هم د پښتنو د سټي او ريښې په اړه د نوو علمي څيړنو پر بنسټ د پښتنو اريائيتوب منلې او په بيلا بيلو اړ خونو کي يې د ثبوت لپاره منلي علمي مطالب وړاندي کړي چي د بيلگي په توگه د يو شمير هغو بهرنيو پوهانو د اثارو نومونه يادوم چي د پښتنو اريائتوب يې د يوه علمي حقيقت په توگه ثابت کړيدي : د کنشکا د سره کوتل ډبرليک ( باختري ژبه ) د هيلموت هو مباخ ليکنه او د پوهاند زيار ژباړه ؛ پښتانه ( پټانز ) د سراولف کارو ليکنه چي د ژباړي چاري يې الحاج شير محمد کريمي تر سره کړيدي ؛ پښتانه او ورونه مليتونه گډ پيښليک _ گډ برخليک د بورخاردبرينتس ليکنه ؛ او په لسگونو نور اثار چي د ټولو ليکل په دي لنډه مقاله کي ممکن کار نه دۍ .
هډه ترټولو وړاندي د دې مطلب يادونه اړينه بريښي چې د گندهارا د نړيوال تاريخي او لرغوني هنري مکتب د پلازميني لقب ولي د هډۍ په سيمه پوري متعلق گڼل سويدۍ ؟ دي پوښتني ته د هغو لرغونپوهانو او څيړنکو د پر له پسې سپړنو او څيړنو د پايلو په يادونه بسنه کوو چې په هډه کي يې تر سره کړيدي . د مورخينو له نظره تر ټولو لومړۍ موثر لاميل د گندهارا د هنري مکتب د پيدايښت او ودي لپاره د خپلي زماني مناسب شرايط او لازم امکانات وه ، چې د ستر کنشکا د امپراتوري پر مهال برابر سوي وه . دوهم لاميل په بوديزم کي د بدلون او نوښت منځ ته را تلل په گوته سويدي ، چې د هينايانا (وړوکي عرادې ) مذهب يې په مهايانا يا ( لوي عرادې ) په مذهب واړاوه . او دريم لاميل يې د گندهارايانو خلاقيت او فکري توانمندي ياده سويده ، چې په ټوله بودايې نړۍ کي يې د لومړي ځل لپاره د بودا د مجسمو د جوړيدو نوښت او ابتکار وکړ . هډي ته د گندهارا د هنري مکتب د پلازميني لقب د نورو لاميلونو د توضح څخه د موضوع د طوالت د مخنيوي په نيت تيريږو او يوازي د دريم لاميل په اړه د يو شمير لرغونپوهانو د نظرياتو په يادونه بسنه کوو .
لغمان ولايت ویشومیترا د« کنشکا» چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچاؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانگړي ډول د« مسکوکاتو» په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه گرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه،« ویشومیترا» په غاړه در لود. دسوداس اوویشومترا جگړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملگرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینگاراوالیشنگ په درو گې دهندوکش په لمنوکې هستوگنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوگر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینگاراو الیشنگ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوگنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادیدل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او په چه غانه پورې د (۶۶)لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنگونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي.