Top 10 similar words or synonyms for پوهاند

خادم    0.931243

ښاغلى    0.929102

عزيز    0.922008

رښتين    0.920191

ارواښاد    0.919620

سيد    0.917455

نيازی    0.915619

حافظ    0.914090

عبدالشکور    0.913923

فضل    0.910847

Top 30 analogous words or synonyms for پوهاند

Article Example
پوهاند پوهاند یا پروفيسور یا استاد، د علمي درجې او رتبې وروستنۍ لوړه رتبه چې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو لپاره ټاکل شوې ده.
پوهاند دوکتور گل محمد نورزى د (١٣٥٩) کال څخه تر (١٣٦٥) کال پورې بيا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد په توگه پاتې شو. له يادې نېټې وروسته له استاد سره نور ژوند وفا ونه کړه او د ابد لپاره يې د ژوند کتاب وتړل شو.
پوهاند دوکتور گل محمد نورزى په (١٣٤٢) لمريز کال د ادبياتو په رشته کې د لا لوړو زده کړو په موخه پخواني شوري اتحاد ته واستول شو، هلته يې تر دوکتورا پورې زده کړې وکړې او په (١٣٤٩) لمريز کال له دوکتورا سند سره چې په پښتو ادبياتو کې د خوشال پېژندنې په څانگه کې و، د شوروي اتحاد له دولتي پوهنتون څخه تر لاسه کړ او هېواد ته راستون شو.  
پوهاند دوکتور گل محمد نورزى په (١٣٤٠) لمريز کال د کابل راډيو د پښتو څانگې د نشراتو مسؤل مدير په توگه وگومارل شو دوه کاله يې په ډېرې مينې او اخلاص دنده ترسره کړه او په (١٣٤٢) کال د هغه وخت د دولت له خوا ورته چانس ورکړل شو ترڅو په بهر کې خپلې زده کړې تعقيب کړي؛ پوهاند نورزي هغه وخت په پښتو ژبه يو شمېر اصلاحي راډيويي ډارمې، تبصرې او گڼې مقالې وليکلې، ترڅو په کابل راډيو کې پښتو نشرات ژوندي او د توسعې په حال کې وساتي. په (١٣٤٩) لمريز کال د دوکتورا له بشپړاوي وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخ په څانگه کې د علمي او مسلکي غړي په توگه وگمارل شو؛ دا دنده يې تر (١٣٥١) لمريز کال پورې تر سره کړه، په کابل پوهنتون کې د ده په څېر کدرونو ته د اړتيا په اساس، غوښتنه ترې وشوه ترڅو د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومونو په پوهنځي کې د تدريس دنده ومني په همدې وجه يې له (١٣٥١) کال څخه تر (١٣٥٧) کال پورې د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې د استاد او د همدې پوهنځي د مشر په توگه پاتې شو. د (١٣٥٧) کال وروسته ورته د پښتو ټولنې رياست وسپارل شو. ده د نړۍ د علمي او څېړنيزو بنسټونو په څېر لازمه وبلله چې په افغانستان کې هم يو داسې علمي او څېړنيز بنسټ ايجاد کړي چې ټولو اکاډميکو مسايلو ته لاسرسى ولري، دې هيلې ته د رسېدو په موخه يې طرحه جوړه او سره د دلايلو يې، د هغه وخت د وزيرانو شورا ته وړاندې کړه، وزيرانو شورا له ارزونې وروسته طرحه منظوره او پښتو ټولنې ته يې ) په نوم ارتقاء ورکړه. 
پوهاند دوکتور گل محمد نورزى ١_(د مغلو په دولت کې د وروستيو کودتاوو تاريخ): دا اثر په دو ټوکونو کې له روسي ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوى او د کابل پوهنتون له خوا په (١٣٥٢)کال کې چاپ شوى دى.