Top 10 similar words or synonyms for ولاديمير

کرس    0.959627

سويزرلنډ    0.956697

الکساندر    0.955790

کانادا    0.955211

gagarin    0.954464

وېليم    0.954137

پيېرې    0.953191

ولادیمیر    0.953123

کوهلو    0.953103

هېنري    0.952463

Top 30 analogous words or synonyms for ولاديمير

Article Example
ولاديمير ولاديميروويچ ماياکوفسکي د شاعر ماياکوفسکي ځينې نورې ستونزې په دې کې وې ، چې هغه کومې پرله پسې او سيستماتيکې زده کړې نه وې کړې ، ځکه خو د هغه لپاره د ښو او خرابو تر منځ توپير کول اسانه کار نه وو . هغه په خپل کار کې د فراست (استبصار ، شهود) له مخې مخته تگ کاوه ، او هغه شاعري یې ردوله ، چې د حواسو نړۍ ، د انسان دنننۍ نړۍ او اندېښنې يې غبرگونولې . هغه د بل واقعيت ، له ژوندي واقعيت سره ، چې د سترگو په وړاندې يې شتون درلود ، ډېره لېوالتيا ښوده ، خو ځينو کره کتونکيو او متنقدينو د هغه شعرونه د نظم په نامه نه دي یاد کړي ، بلکې په هغوی باندې يې د ژورناليستي او ټولنيزو ليکنو نوم اېښی دی ، خو دا د ده د پنځونې يوازې يوه برخه ده ، چې هغه هم ارزښتناکه خبره نه ده . دی خو تر ټولو ړومبی تغزلي عشقي شاعر وو . د ده تغزلي ، عشقي شعرونه او بوللې (قصيدې) هم ځانگړې وې او د نورو شاعرانو عشقي اثارو ته ورته نه وې . شاعر مایاکوفسکي په رښتيا هم لوی استعداد درلود ، ځکه چې بيا یې هم وکولای شول ، ځانته خپل سبک پیدا کړي او په بشپړه توگه نوې شاعري رامنځته کړي .
ولاديمير ولاديميروويچ ماياکوفسکي له ۱۹۱۲ ز کاله راهيسې نوموړی په ټولو نندراتونونو ، غونډو، څېړنو او مباحثو کې گډون کوي ، خو لا تر دې مهاله خپل ځان لټوي او په هیڅ ډول ادبي ډلو او ټولنو کې نه شامليږي . د څه مودې له تېرېدو وروسته نوموړی فوتوريستانو ته نږدې کیږي . له و . خلېبنيکوف ، د .بورليوک ، ا . کروچېنيخ سره په گډه د ددغې ډلې مانيفيست لیکي اولاسليکوي يې . په دې وخت کې ځوان شاعر ته منتقدين هم پام رااړوي ، د هغه د شاعرانه ولولو د ډېر لوڅوالي يادونه کوي ، د شعرونو د اتوبيوگرافيزم ځلا په گوته کوي ، هغه څه لولي چې دی مخامخ پکې د خپل ځان په نامه لوستونکي ته پام اړوي . د ده لپاره مهمه خبره دا وه چې هغه څوک دی درک کړي ، چې دی ورته شعر ليکي او ورته لولي يې . ښایي چې په همدې خاطر د هغه شاعرانه استعارې (کنايې) په ځانگړې توگه تماشایي وې او تشبیهات یې ناڅاپي ول . نامتو کره کتونکي او منتقد ياکوبسن د مایاکوفسکي په اړه ليکي : «همدغه استعاره د مایاکوفسکي په شعر کې د تغزلي او عشقي موضوع جوړښت ځانگړی کوي او ټاکي يې..» د ماياکوفسکي د عشقي شعرونو روښانه او ياغي ځانگړنه د هغه په بوللو کې هم غبرگون موندلی دی .
ولاديمير ولاديميروويچ ماياکوفسکي د ماياکوفسکي ستونزمن او د زړه دروند حالت د هغه ژوند په غميزې سره پای ته ورساوه . پر ۱۹۳۰ ز کال هغه خپل ځان پخپله وويشت او ځانوژنه يې وکړه . کېدای شي د ده د ځانوژنې ځينې څرگند لاملونه ياد شي ، چې شاعر یې دې پرېکړې ته اړايست ، هغه دا چې ويل کېدل ، دی د ستوني ناروغۍ لامله نور شعرونه نه شي لوستلای . د هغه د نندارتون د ناکامۍ لامل او بله خواشينې يې هغه څه ول ، څه چې له اکتوبر اوښتونه وروسته په شوروي روسيه کې تېرېدل او شاعر یې ځوراوه . څرگنده خبره ده ، چې ځينو نورو لاملونو هم شتون درلود ، چې په اړه يې کله کله څېړونکي هم د پټو لاسوندونو له مخې ليکنې کوي . دغه څېړونکي وايي چې ماياکوفسکي په اصل کې د بل چا له خوا وژل شوی ، خو د ده د مړينې ډرامه يې داسې راجوړه کړې ، چې گواکې ځانوژنه يې کړې ده . د ماياکوفسکي په نامه د مسکو ښار د ميترو يو تمځی هم نومول شوی دی .
ولاديمير ولاديميروويچ ماياکوفسکي په مایاکوفسکي کې له کوچينوالي د انځورگرۍ استعداد راڅرگند شو او د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته د انځورگرۍ ، پژۍ جوړولو ، او معمارۍ په کالج کې شامل شو ، هغه هم په دې خاطر چې هلته یې د سياسي وفادارۍ تصديق نه غوښت . هنري او انځورگريزه پنځونه د ده لپاره دومره په زړه پورې نه وه او د سياسي وفادراۍ خبره هم دومره اسانه نه وه ، ځکه چې دی تر دې وخته په پټ سازمان کې د غړيتوب درلودلو په خاطر يو وار بندی شوی هم وو . له «بوتېر سکایا» زندانه د وتلو پر مهال له مایاکوفسکي څخه د شعرونو کتابچه هم اخیستل شوې وه . لکه څنگه چې ده په خپله ويل ، دغه شعرونه ډېر کمزوري ول ، خو بیا هم ۱۹۰۹ ز هغه د خپل شاعرانه کار د پيل کال باله . نوموړی په دې پوهېده ، د دې لپاره چې سړی شعر ولیکي ، بايد پوه شي ، چې دا کار نور شاعران څه ډول کوي . ټول هغه څه چې هغه مهال سمبوليکو شاعرانو ليکل ده به لوستل . همدا راز یې د داسې انگرېزي کلاسيکو شاعرانو لکه بايرون ، شکسپير او نورو اديبانو د اثارو په لوست هم پیل وکړ؛ خو له لوستل شویو اثارو څخه د هغه هيڅ هم خوښ نه شول . د دغې شاعرۍ سکالووې او بڼې له هغه ژوند څخه ډېرې لرې وې ، چې مایاکوفسکي درلود . هغه غوښتل چې د نويو څيزونو په اړه نوي څه وليکي .
ولاديمير ولاديميروويچ ماياکوفسکي د شاعر عشقي رومانتیکي د هغه پر غميزه بدله شوه . هغه په رښتوني توگه باور درلود ، چې په بل ډول د نوي ژوند جوړول شونتيا نه لري . يوازې د شلمو کلونو په پای کې مایاکوفسکي په دې پوهیږي چې په نوي ژوند کوي ډېر څه هغه ډول نه رامنځته کيږي ، لکه څنگه چې يې خلک ارمان لري . د گوند ډېر غړي له گوندي کارتونو ناوړه کار اخلي او دغه کارتونه ډېرو گوندیانو ته هر واک او صلاحیت ورکوي . دی دا مهال ډېر وگړي د ظلم تر جغ لاندې ويني .