Top 10 similar words or synonyms for صفوفو

پیړی    0.906009

کمپ    0.886195

اولوموڅ    0.877578

دپاکستان    0.864642

سویس    0.860117

زدکړی    0.855255

فلسطین    0.852333

دهیواد    0.848211

کاتولیک    0.848146

پرانیست    0.846046

Top 30 analogous words or synonyms for صفوفو

Article Example
مولوي گل رحمن ديوبندي په ۱۹۷۸ زیږیز کال کې یې د کمونستي رژیم د بربریت نه د خلاصون په خاطر پاکستان ته لیږد وکړ او دلته یې د مجاهدینو په صفوفو کې هم د جنوب شرق د حوزي د مجاهد په څیر او هم یې د حزب اسلامي افغانستان د علماؤ په منځ کې د مفتي په حیث کار وکړ.
مولوي اخترمحمد عثماني مولوي عبدالحنان جهادوال کلونه کلونه په کندهار کې خپله  مقدسه جهادي وظیفه سرته ورسوله  او کله چې شوروي  یرغلګرو او ملګرو یې شکست وخوړ، نوموړی په منځنۍ اسیا کې په پیل شوي جهادي خوځښت کې دګډون لپاره منځنۍ اسیا ته لاړ، نوموړي دوه کاله دماوراء النهر په سیمه کې په جهادي صفوفو کې تیر کړل . دنوموړي ددې جهادي ژوند په اړه ډیر معلومات نشته  خوهغه څه چې دده ملګرو ته معلوم دي ، وایي چې مولوي عبدالحنان جهادوال صاحب ددې جهادي سفر په مهال په تاجکستان او آذر بايجان  هیوادونو کې دکمونیستانو په خلاف په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته، ددې جهادي سفر په مهال هم په تاجکستا ن کې شهیدجهادوال صاحب یوځل ټپي او یوځل دروسي عسکرو لخوا نیول شوی و، چې په زندان کې شوروي عسکرو سختې شکنجې هم ورکړې وې، خو الله تعالی په خپل فضل سره له دې ټولو امتحاناتو بریالی راویوست  .
مهندرا پرتاب سېنگ کابل ته د مولوي عبیدالله سیندي له روانېدلو څخه لږ وروسته، د دیوبند د مدرسې رییس او موسس مولنا محمودالحسن، د میا انصاري سره یو ځای حجاز ته روان سو. دوی په حجاز کي د ترکانو د پوځي ګورنر غالب پاشا سره وکتل او له هغه څخه یې د برټانیې پر ضد د جهاد فتوا ترلاسه کړه. میا انصاري د جهاد دغه فتوا، چي غالب نامه یې بلله، کابل ته ورسره یووړه؛ او کابل ته په لاره کي یې د غالب نامې نسخې په هند او د سرحد په پښتني قبایلو کي خپرې کړې. انصاري چي کابل ته ورسېدی ویې لیدل چي د افغانستان پاچا د هندي انقلابیونو ښه هرکلی کړی دی او هغوی په کابل کي موقتي حکومت جوړ کړی دی. عبیدالله دې بري ډېر زړه ور کړ او مولنا محمودالحسن ته یې په یوه اوږده خط کي ولیکل چي د ترکیې له حکومت او د مکې له شریف سره فعاله همکاري پیل کړي. عبیدالله سیندهي، مولنا محمودالحسن ته د یوه اسلامي پوځ د جوړولو په باب لیکلي وه چي نوم به یې جندالله یا د خدای پوځ وي؛ مرکز به یې په مدینه کي وي او څانګي به یې په استانبول، تهران او کابل کي وي. له دې سره څو نور لیکونه هم وه چي په کابل کي یې د انقلابي فعالیتونو د پرمختګونو به باره کي معلومات ورکول. دغه لیکونه یې، چي پر ژړو ورېښمو لیکل سوي وه او وروسته په وریښمینو لیکونو مشهور سول، د ۱۹۱۶ کال د جولای په میاشت کي د یوه محصل په لاس، چی ویل کېږي پخپله د انګریزانو جاسوس وو او د انقلابي محصلینو په صفوفو کي یې ځای نیولی وو، واستول؛ او د هغه په واسکټ کي یې وګنډل. لیکونه باید په سیند کي د مولوي عبیدالله یوه اعتباري سړي ته ورکړه سوي او بیا نو سعودي عربستان ته رسېدلي وای. لیکونه د انګرېزانو د حکومت لاسته ورغلل او د هندیانو انقلابي تحریک ته یې سخته صدمه ورسوله. البته مهیندرا پراتاپ، عبیدالله سیندهي او نورو ځوانو انقلابیونو په پوره زړه ورتیا خپلو مبارزو ته دوام ورکړ.
عبدالله فیض الباري مولوي عبدالله «فیض الباري» پیژندګلوی په انگلیسي:mulawi abdullah abdulbari د اسلام داعی، علمی، جهادي او د افغانستان په سیاست کی مطرح شخصیت، د افغانستان پخوانی قاضی القضات او د ستری محکمی رئیس او د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان مرستیال الحاج مولوی عبدالله فیض الباری ژوند ته لنډه کتنه: ارواښاد مولوی صاحب عبدالله فیض الباری د ارواښاد ملا صاحب عبدالقادر اخند زاده زوی چی په ۱۳۲۹ هجری شمسی کال کی د لوګر ولایت په مرکز د حصارک په کلی کی زیږیدلی. لومړنی دینی زده کړی یی له خپل پلارڅخه چی یودینی عالم اوروحانی شخصیت و سرته رسولی اونوری لوړی خصوصی دینی زده کړی یی دهیواد په یو شمیر لویو دینی مدارسو کی چی دلوګر اوغزنی ولایت دینی مدارس اودکندوز ولایت د تخارستان دارالعلوم کی دهیواد له یوشمیر نامتو اوجیدو علما، کرامو څخه ترسره کړیدی. خدای بښلی مولوی صاحب په ۱۳۵۷ کال کی دکابل پوهنتون دشرعیاتو د پوهنځی دفقه اوقانون درشتی دوروستنی ټولګی اول نمره محصل و چی ۱۳۵۷ ه ش کال دثور په اوومه دکمونیستی رژیم کرغیــړنی کودتاه یوځل بیا افغانان دغم اوبد بختی په ټغر کښینول نوموړی هم دخپل دینی اواسلامی مسولیت اورسالت پر اساس دتحصیل په څنګ کی یی دحق دعوت اوباطل په وړاندی مبارزه کی دهیڅ ډول تهدیدونو پروا نه ساتله اوداخرنی سمستر یواځی څو امتحانونه یی پاتی و چی بیا هم نوموړی دخپلوپاکو او باعزمه احساساتو حتی څو ساعتونه هم دسره ښکیلاک دغلامی لاندی ژوند ونه شو زغملای اوبیایی هم دتحصیل په ځای د مقدس جهاد ډګر ته ترجیح ورکړه اوپاتی امتحانونه یی دکابل دفتحی اوکمونیستی رژیم له نسکوریدو وروسته تکمیل او له یاد پوهنځی څخه یی دفراغت سند ترلاسه کړچی داپخپله دتحصیل سره دنوموړی بی نهایت دعلاقمندی اوټینګ عزم ښکارندویی کوی. دخدای بښلی مولوی صاحب د دینی سیاسی او جهادی مبارزی دو هم ډګر دلوګرولایت و چی نوموړی پکی پوره دوه کاله دمجاهدینو په صفوفو کی دحرکت انقلاب اسلامی د تنظیم فرهنګی مسؤل و چی بیا نوموړی دحرکت انقلاب اسلامی دامیر ارواښاد مولوی صاحب محمد نبی محمدی په غوښتنه دمجاهدینودهجرت دیارته راوغوښتل شوچی بیا دهغه په هدایت دنوموړی تنظیم فرهنګی ریس اوداجراییه شورا غړۍ شو همدارنګه خدای بښلی مولوی صاحب دنوموړی دندی په خواکی دمجاهدینو دبچیانو دښوونی اوروزنی دنصاب عضواوبیا ریس وټاکل شو چی دارواښاد مولوی صاحب دلوړفکر په بنسټ جوړشوی ښوونیزنصاب دافغانستان دښوونیزو نصابونو په منځ کی ترټولو ممتاز نصاب بللی شوعلاوه پردی جناب مولوی صاحب په پیښورکی دمجاهدینو دموقت حکومت داوپراسیون دعمومی ریاست اودفاع وزارت نماینده او دتنویرالمجاهدین دریاست ریس هم و. دکابل دفتحی پرمهال خدای بښلی مولوی صاحب دحرکت انقلاب اسلامی دتنظیم باصلاحیته نماینده اودهغه پنځوس کسیزه هیآت برجسته غړی و چی موخه یی دکمونیستی پرځول شوی نظام دقدرت انتقال اودمجاهدینو دیوواقعی آرمانی اسلامی نظام جوړول و. محترم مولوی صاحب دخپل لوړلیاقت او فوق العاده استعداد په اساس په نوموړی نظام کی دافغانستان دجهادی شورا عمومی منشی او دافغانستان داسلامی دولت قاضی القضات اودستری محکمی ریس وټاکل شو. علاوه پردی ارواښاد مولوی صاحب په کابل کی د حرکت انقلاب اسلامی دمرکزی دفترسرپرست او دنوموړی تنظیم نماینده هم و. د یادونی وړده چی دافغانستان په ستره محکمه کی دارواښاد په ابتکار رامځته شوی نوښتونه تراوسه هم دکاڼی دکرښی په شان په ځای پاته دی. په افغانستان کی دمجاهدینود یوباثباته واقعی اسلامي نظام ارمانجن مولوی صاحب په کابل کی دکورنیوجګړو دپیل نه وروسته دحرکت انقلاب اسلامی د سترقایداو آمیرارواښاد مولوی صاحب محمد نبی محمدي په خوښه اوهدایت د خپلی دندی څخه استعفا وکړه اوله هغه وروسته د ژوند ترآخرنی ورځی دوخت حکومتونو ورته دافغانستان دستری محکمی دریاست په ګډون د خپلی خوښی وزارتونو او لوړو حکومتی دندو دترسره کولو مکرر وړاندیزونه کول اویو زیات شمیر دوستانو به هم د نوموړی له خوا نه ددغه وړاندیزونو په منلو ټینګار کاوه خو ارواښاد به په جدیت سره ردول او ویل به یی هغه څه چی زما آرمان و ونه شول نور نو دحکومتی لوړو دندو په ځای چی دملت آرمانونه پکی تحقق ونه موی همدا د ملنګی ژوند غوره بولم. خوبیا یی هم د خپلی دینی اوعلمی مبارزی ډګرسوړ ندی پریښی او د وخت د نظامونو دناصح او مصلح په توګه یی تل نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی چی له دی جملی څخه یی د ۱۳۹۴ ه ش کال د ثور په اتمه په لوګرولایت کی هغه هراړخیزه وروستنی تاریخی وینا چی دافغانستان اونړی په موجوده حالاتو، افغانستان اونړی کی دمسلمانانو په هیلواو په هیواد کی دحکومت او ملت په مسولیتونو متمرکزه وه یادولی شو چی دچارواکو اوهیوادوالودتکبیر په بی اختیاره نعرواوهغه ته داحترام په دریدو بدرګه کیده . ارواښاد مولوی صاحب د افغانستان اونړۍ د سیاسي حالاتود څیړنی په خوا کی د شاګردانو د روزنی، تدریس او تالیف مسولیتونه هم خپله اهمه دینی وجیبه بلله چی دلوګر ولایت د محمدی دارالعلوم تآسیس یی دبیلګی په توګه یادولای شو چی نن سلګونه شاګردان آن ترڅوارلسم ټولګي پکی رسمي زده کړی کوي او نوموړي پکی دخپل ژوند تروروستنۍ ورځی پوری د استاد او رهنما په حیث کارکاوه. علاوه پردی ارواښاد مولوی صاحب د خپل مبارک ژوند په دوران کی زیات علمي اثار لیکلی دي او یوه لحظه هم ورباندی بی مطالعی ،تحقیق او لیکني څخه نه تیریده . (د اسلامي دولتونو انحطاط د نوي استعمارپه مقابل کی له قرآن څخه پیداکړئ) دارواښاد هغه لیکلی اثر دی چی فقط دوه ورځی مخکی له وفات څخه یی تکمیل کړ. او نور تکمیل شوي اثار یی عبارت دی له :قرآنکریم دژباړی ډولونه اوحکم د تفاسیرو،احادیثواو فقهی په رڼاکی ، فقهی قواعد، طبقات الفقهاْ ، تنویرالمجاهدین، الموجزفی العقیده، الموجزفی اصول فقه الحنفی، دنورالانوارپښتو ژباړه، دهدایی د بیعی او شفعی برخی ترجمه، د سورت بقره ترجمه او تحقیق، د سورت یوسف ترجمه اوتحقیق، او ځینی نوری تصوفي اوسیاسي لیکنی . پاتی د نه وی چی د ارواښاد مولوی صاحب زیاتی مقالی ، دینی اوسیاسی لیکنی اومرکی په یوشمیر ملی او بین المللی رسنیو کی هم خپری شویدی او ځینی نور غــږیز او ویډیویی ریکارډونه چی مختلف دینی او سیاسی موضوعات په بر کی نیسی دنوموړی د تنده ماتوونکو اثارو څه بللی شو د ارواښاد مولوی صاحب وروستی ارمان د علماو مجاهدینو او متدینو روشن فکرانو او له هغه څخه دحرکت انقلاب اسلامی د یوباکفایته دیني او سیاسي ټولنی رامنځته کول و چی په هغه کی د یوواقعی اسلامی نظام د تحقق کفایت متصور وي . چی هدف یی دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان د تنظیم په ښه او پرمختللی بڼه را ژوندی کول و. او ددی هدف لپاره یی ډیری صادقانه، مخلصانه او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی تر هغه چی ونه شو نو بیایی دحرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان دتنظیم په رسمیت موافقه وکړه ولی دتنظیم دټولو مجاهدینو او علما‌‌ؤ ټینګار دا ‌‌‌‌‌‌‌و چه مرحوم مولوی صاحب د ددی تنظیم مشری اورهبری په غاړه واخلی ولی ارواښاد مولوی صاحب به په جدیت سره رد کوله او تل به یی ویل چی زه دځان لپاره نه بلکی دعلما‌ؤ اومجاهدینودآرمانونو د پوره کولو لپاره یوی باثباته پایګاه ته معتقد یم اومناسبه داده چه یوځوان او با انرژی شخص چی د ډیرو منډو او ترړو زغم ولری دغه مسؤلیت په غاړه واخلی چی بیا دتنظیم دټولومجاهدینواوعلماؤ په مکرر ټینګار مرحوم مولوی صاحب دهمدی تنظیم دمرستیال په توګه انتخاب شو. نوموړی دغه ارمان ته درسیدولپاره حتی دخپل ژوند داخرنی ورځی وروستنی شیبی یی هم ددغو مبارزوملګرو سره تیری کړی چه له هغوی سره یی دا دژوند وروستنی مخه ښه وه. ارواښاد مولوی صاحب د ۱۳۹۴ ه-ش کال دثور دمیاشتی په یوولسمه د جمعی د سهار په څلورنیموبجو دسهار د لمانځه د ادا کولووروسته دقرآنکریم د تلاوت پرمهال د اجل داعی ته لبیک ووایه او هغه وروستنی ارمان او عرض یی خپل لوی څښتن ته یووړ.