Top 10 similar words or synonyms for راتېر

NotFoundError    0.789

Top 30 analogous words or synonyms for راتېر

Article Example
سيدال خان ناصر يار ما له هسې گران سو - راتېر تر ټول جهان سو
زرغونه انا پدې خندقونو او دېوالونو به يوازي زه او ته و ژغورل شو ، هغه ستا نور وروڼه او خويندي چي تر دې دېوالونو او خندقونو څخه د باندي پاتي دي ايا هغه له تا څخه ساتنه نه غواړي او نه هغه افغانان دي ؟ او بل دا چي ته بايد دومره انتظار و نه باسې چي دښمن د ملک تر سرحدونو راتېر شي او ستا ښار ته را و رسيږي ” .
ازاد شعر د دې تعريف په رڼا کې د شاعرۍ د يو صنف په توگه د ازاد نظم جاج اخيستل د دې په تاريخي پس منظر باندې غور کولو ته يو څۀ اړتيا لري. اول دا چې ازاد نظم په کومو حالاتو کې د نظم د يو صنف په توگه مخې ته راغى او بيا په دې خبره کول ضروري دي چې د هرې ادبي تجربې په څېر دا د ارتقاء د کومو مرحلو نه راتېر شو.
نصرالله حافظ د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور صاحب وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې اوسمهالی (معاصر) شاعر دی، هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړي دي، تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي، خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې له خپل شعر سره يو يې يو ځای ژوند کړی دی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی.
شاه حسين هوتک د ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل. د دې علم دوست پاچاهي تر ۱۱۴۹ هـ پورې دوام وكړ ، څو د همدې كال د رجب په ۱۷ نادر شاه افشار د افغانستان خواته د ضبط په خيال راوكوچېد، ځكه چې ده د درې څلورو كالو پرله پسې جگړو په اثر د هرات د ابداليو حكومت له منځه اخيستى وو او د پښتنو د ځواکونو پاتې برخه يې هم په پارس او گورجستان كې ماته كړې وه، ځكه يې نو اوس د كندهار د غلځيو د پايمالولو څخه بل كار نه درلود. د كوچني اختر د مياشتې پر دويمه نادر شاه تر سيستان راتېر شو او د همدې مياشتې پر ۱۸ د دلخك او دلارام له لارې د هېلمند غاړې ته راورسېد او د دې ځاى تر نيولو وروسته د كوچني اختر پر ۲۱ د هېلمند تر سيند راپورې ووت. د ۱۱۴۹ هـ د ذيقعدې په اوايلو كې يې د كندهار کلکه كلا محاصره كړه. شاه حسين د كندهار زلمى مدافع له خپل نامتو سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو كال او څو مياشتې په مېړانه دفاع وكړه او نادر شاه يې له خپل ستر پوځي ځواک سره پرې نه ښود چې پر ښار تصرف وكړي. د ۱۱۵۰ هـ د ذيحجې لومړۍ ورځې وې چې د زلمي شاه حسين نظامي طاقت پاى ته ورسېد، ځكه چې تر هغه دمخه د هوتكو د دورې نامتو او زړور سپه سالار سيدال خان ناصر د شاه حسين له زوى محمد سره د كلات په كلا كې د نادر د جنگياليو په لاس ورغى او دا نامتو سپه سالار د نادر په امر د سترگو له نعمته بې برخې او ړوند كړاى شو. ځكه نو شاه حسين هم نادر شاه ته تسليم شو او د ده له دې تسلېمېدو سره د هوتكو د شاهنشاهۍ لمر ولوېد او لكه سلطان محمد چې ليكي: «زلمى شاه حسين تر ۱۵ كالو سلطنت وروسته د نادرشاه په امر د پارس مازندران ته تبعيد شو او هماغلته د نادري قهر د زهرو په مټ د برات په لسمه پر ۱۱۴۹ ؟ ، بايد ۱۱۵۲ وي، له دنيا ولاړ.