Top 10 similar words or synonyms for دزابل

خوزستان    0.909762

ترينکوټ    0.888848

شاهانو    0.881513

گرديز    0.880218

احمدشاهي    0.878120

دغزني    0.876850

خيزي    0.876170

اردبيل    0.875100

غزنويانو    0.875014

سړكونه    0.874490

Top 30 analogous words or synonyms for دزابل

Article Example
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه د سياسي واکمنۍ پراخيدل او د نويو سيمو لاندي کول بله هغه بوخته وه چي زابلي يفتليان او دهغو يوشمير پياوړي مشران ورته ژمن وه . په پارس کي د انو شيروان تر واکمنۍ وروسته زابلي پاچاهانو خپله مينه د پارس له لوري لږ کړه او د پارس پر ځای يې د هند او هندوکش شمالي سيمو لاندي کولو ته مخه کړه ، د چيني مورخ ليانگ شو په قول يفتلي پاچاهانو ورو سته له هغه چي د هندوکش شمالي زياتي برخي لکه کوگيار،واخان ،زيباک ،او او د امو سند دواړو خوا وته پرتې سيمي تر خپل واک لاندي راوستې ، بيا يې په سهيلي لور کي لومړۍ د گندهارا سيمه خپله کړه او ورورويې د هند لويې وچي لور ته د خپلو پرخوا د فتوحاتو لمن وغزول . د هندي او اروپايې مورخينو پر دې ټکي يوالۍ شته چي د هند پر لور د زابلي پاچاهانو فتوحات ورورو د زابل ارزښت ديوې ستري امپراتورۍ د پلازميني په توگه لږ کړ او د يفتلي پاچاهانو پام د هند پراخو سيمو د نيولو او اداره کولو پر لور زيات شو ، او ددې کار لپاره تر ټولو ښه جغرافيايې موقعيت د پيښور او تاکسلا او بيا وروسته د پوتالي پوترا او ډهلي په برخه وو . مهرا کولا ، تورامانا او دې ته ورته نورو يفتلي پاچاهانو په زياته پيمانه د خپلي امپراتورۍ سهيلي لوري ته پام کاوه .
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه ٣ : حبيبي ، عبدالحۍ . د افغانستان لنډ تاريخ . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٤٦ .
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه افغانستان د ١٩٢١ زيږد کال د اساسي قانون پر بنسټ پر څلورو ولايتونو او څلورو لويو حکومتونو وويشل شو ، چي د زابل اوسنۍ ولايت د هغه مهال په کندهار ولايت پوري اړوند وشميرل شو. په ١٩٦٤ زيږد کال افغانستان په ٢٩ ولايتونو او لويو حکومتونو وويشل شو،چي زابل هم دخپل ارزښت له مخي د ولايت مقام ته لوړ شو. د زابل ولايت ( ١٧٢٩٣ )اولس زره دوه سوه دري نوي کيلومتره مربع پراختيا لري ، د اداري واحدونو شمير يې لسو ته رسيږي ، او د ولايت مرکز يې د کلات نامتوښار دۍ . د دې ولايت شمال لورته د روزگان ولايت ، سهيل ته سرحدي کرښه ، لويديځ ته يې د کندهار ولايت او ختيځ ته يې د غزني ولايت پروت دۍ ، دا ولايت د سهيل ختيځ له لوري د پکتيکا سره هم د يوه لنډ واټن گاونډيتوب لري .
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه د هغو مسکوکاتو څخه چي د کابل، هډې، غور بند او نورو سيمو څخه تر لاسه شوي ، د يفتلي پاچاهانو څيره او قيافه د اوسي پښتني غلجي کوچيانو سره ورته والۍ لري، لوړي پزي، جگي وني ااو د پاچاهۍ تاجونه يې پر سر دي ، دا اولسکيزي (مسکوکات) د يفتلي پاچاهانو په بيلا بيلو واکمنو او بيلا بيلو دورو پوري اړه لري. د يفتلي پاچاهانو د پيسو څو بيلگي:
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه د دې سره سره چي د زابلي پاچاهانو او د هغې سلسلې دلويو امپراتورانو زياته پاملرنه د سهيلي خوا او په ځانگړي توگه د هند لوري ته گرځيدلې وه ، خو زابل ديوې پخواني پلازميني په توگه د خپلو نږدې سيمو په کنترول او اداره کي تر زياته حده واکمن وو ، په زابل کي واکمنه سلسله په پر له پسې توگه د ساساني يرغلگرو او تر هغو وروسته د عربي لښکرو سره د ترپ او خرپ په جگړو لږ تر لږه تر ٦٤٠ زيږد کال پوري بوخت وساتل شوه په دې ترتيب يې د خپلي واکمنۍ د دوام لپاره د اسلام مبارک دين تر پوره خپريدو تر مهاله د خپلو اولسو پوره ملاتړ د ځان سره درلود او تر خپل واک لاندي سيمي يې په پر له پسې توگه د بهرنيانو په وړاندي وساتلې . تر څو چي د اسلامي لښکرو يو مشر عبدالرحمن ابن ثمره په يوه تنده جگړه کي تر کابله ټول موانع ليري او د سيستان څخه تر کابل ټولي سيمي ونيولۍ ، خو دا يوه بريښنايې جگړه وه لا زياته موده نه تيره چي بيرته د زابلي پاچاهانو پاتي شونو د خپلواکۍ بيرغ پورته کړ او د جگړو دا لړۍ لږ تر لږه نور سل کاله وغزيدل ، چي يادونه به يې د زابل په منځنۍ زمانه کي تر بحث لاندي راشي .