Top 10 similar words or synonyms for بودیزم

فېلسوفانو    0.935902

ژونپوهنه    0.913809

پتنگانو    0.909536

ټولنیزه    0.908325

سار    0.903868

تاروگی    0.899515

تانبې    0.898516

شبکو    0.898162

اوږدمښوکي    0.896072

فوټبال    0.895813

Top 30 analogous words or synonyms for بودیزم

Article Example
اشوک ده داسې پتییلې وه چې د اړیسه (کلېنگ) سیمه به نیسم او په خپله واکمنۍ کې به یې راولم. پدې جگړه کې یې درې کاله ولگول، اړیسه ونیول شوه. په زرگونه ککرۍ وشیندل شوې. ددې زرگونه وژنو په اشوک واکمن بده اغیزه وکړه، په زړه کې یې رحم پیدا شو، او یو په یو یې طبیعت بدل شو. د هندوییزم په ځای یې بودیزم غوره کړ، نور یې د بودیزم پر بنسټونو د تگ هوډ وکړ، او له هېچا سره یې هم د جگړې نه کولو هوکړه وکړه. بودیزم یې د خپلې واکمنۍ رسمی دین ومانه، خپل نوم یې پریاد رشي یا د څښتن حبیب خوښ کړ.
گندهارا د کنېشکا واکمن په پیر کې د گندهارا تمدن خپل لوړو پوړیو ته ورسېد. گندهارا د بودیزم د دیني ښوونو منځۍ وگرځېد، او خلک به له لری، لری
گوتاما بودا پدې توگه د بودیزم زیاتره لرغونی متون او د بودا ښوونې له یوې خولې بلې خولې ته د وینا او داستانونو په توگه را ولېږدېدی.
بوديزم بودیزم (پالي/سنسکرېټ : बौद्ध धर्म Buddha Dharma) يو دهرمايي په خدای باندې باور نه لرونکې گروهه ده . همدارنگه يوه فلسفه او ارواپوهنیز اړخ لري . بودیزم د پالي او سنسکرېټ په لرغونو ژبو کې هم ياد شوی . پالي او سنسکرېټ ته د بودیزم لرغونې ژبې وايي . په دغو ژبو کې ېې بودها دهرما يا دهما ياد کړی چې مانا ېې د ويښتابه زده کړه ده راوتلې .د هندوانو په قول ځکه هم بودها ته سدهارتا گاؤتاما وېل کېږي . وروسته بیا د بودها په نوم مشهوره شوی دی . پیلنیؤ لاسوندونو څخه ښايي چې بودها په لومبیني نوم ځای کې زېږېدلی دی . لومبيني سیمه اوس د نیپال يوه برخه ده. همدارنگه وېل کېږي چې بودها د ۸۰ کالو شاوخوا په کوشنگړ د هند هېواد کې مړ شوی دی . هغه ښايي چې د پینځمې مخزېږدي پېړۍ شاوخوا اوسېده . بودهیزم د هندشاوخوا چې برصغیر هم ياد شوی سیمې کې د پینځمې پېړۍ شاوخوا خپور شوی دی . همدارنگه د اسیا د لویې وچې سهیلې ، شمالي منځينی او د ختيځې لور اود اروپا خوا ته د دوه زرمې شاوخوا مهالونو کې وغځېده .
مونجو دېړو مگر یو لړ پوهان پدې گروهه دي چې دا خبره ناسمه ده چې ددې لرغونی سمیې کندنې او موندنه د سر جان مارشل لخوا ترسره شوې. دوی وايي چې د هندي نیمې وچې له وېش نه مخکې هندي لرغونپوه آر کې بهنډر په ۱۹۱۱زېږد کال دا سیمه موندلې وه. د موین جو دېړو ساتندویه ټولنې رییس حاکم شاه بخاري وایي چې "د لومړی ځل لپاره آر کې بهنډر د بودیزم د سپېڅلي مقام په توگه دې تاریخي سیمې ته پام وکړ، چې له هغې څخه یوه لسیزه وروسته سر جان مارشل دلته راغی او ددې ځای کیندنې یې پیل کړی."
بوديزم د بودا د سبقونو ځينې برخې ، ژوند ته په درنده کتلو راڅرخي او د آزادۍ موخې ېې په يوې رسالې چې ٫٫ د څلور مشهوره حقایق ٬٬ په نوم يادېږي . دا سبقونه ېې د دوکها په گروهې ولاړ دي ، د دې اصطلاح څخه د ٫٫گاللو موخه ٬٬ يا په بله مانا پر ځان باندې زغم تېرولو مانا راوځي چې د ژوند د ناخوالو سره تړاؤ لري .ځان د ژوند هر اړخ ته تسلیمول د همدې سبق طبيعت بیانوي چې د ژوند بند ته وررسېدو تکل هم بلل کېږي . همدا د بودیزم دمورال او اخلاقو بنسټيزه گروهه بلل کېږي.
بوديزم د بودیزم ښوونځي په طبيعت کې د بې حده آزادۍ تر پولې نه ځي ، او د وحېې له مخې د کتابونو او صحيفو، يا گروهو له اهميت څخه ډېر توپیريزه گروهه ده بيا په ځانگړې توگه د هغوی د عبادت طريقې چې له مخې ېې بنسټ په درې عملي طريقتونو باندې څرگندېږي د عبادت بنسټيزې ستنې بلل کېږي. دغه درې طریقتونه يا د بودیزم بنسټيز ښوونځي پدې نومونو يادېږي . بودا ، دهرما (سبقونه) ، او سانگها (ټولنه). په يوې ځانگړې عبادتځای کې پناه اخيستل او لرې د بودا په څېر يوې عبادت خونې کې په ورته عبادت مشغولا دبودیزم د دود تابيا او تسليمېدل گڼل کېږي . همدا د بودا د تگلارې، د راهب عمومي توپیر دی له نورو عامو وگړو يا نا راهبانو څخه . همدارنگه د طریقې نور اړخونه ېې بیا د اخلاقياتو په څرنگوالي پورې ، د روحانيونو د ټولنې ملاتړ ، د معمول ژوند څخه انکار او اړونده روحانيت ته نژدې کېدل ، د ذهني سېک ترلاسه کولو تمرين کول او ارواهي درملنه خپلول، د اوچتې سطحې پوهه ، بصيرت او هوښيارۍ فصل کرل ، د بودا لیکلي نصيحتونه لوستل ، د بودا څخه مرسته په هر کار کې غوښتل د هغه نمانځنې ، او ځان اړوېستل تر څو د هغه په لار کې روحاني تمریناتو کې ننوځې.
ټېکسلا له راولپنډی څخه 22 میله لرې، شمال لویدځ اړخ ته یو لرغونی ښار ودان دی، چې د ټېکسلا په نامه یادېږي. په 326 ق م کې مقدوني سکندر په دې ښار خپله ولکه ټینگه کړه او تر پینځو ورځو پورې همدلته پاتې شو. د همدې ځای راجا امبهي د سکندر اطاعت ومنلو. له دې وروسته سکندر له راجا پورس سره د جگړې لپاره جهلم په اړخ وخوځېد. د باختر یوناني واکمنو دیمریس په ۱۹۰ مخزېږد کې د گندهارا سیمه ونیوله او ټېکسلا یې خپله پلازمېنه وټاکله. د موریه کورنۍ واکمن ستر اشوک د واکمنۍ پر مهال هم دا ښار د وخت له مشهورو سیمو څخه گڼل کېدو، چې د بودیزم د ښوونو ستر مرکز هم و.
افغان دټکسلا سیمه هم دبودائي دین دخپریدو یوه سیمه ده چې دهمدې دین ډیر اثار اوس هم دټکسلا په موزیم کې چې د گندهارا دتمدن بیلا بیلې بیلگې ښیئ خوندي شوي دي او ټکسلا هم لکه پیښور ، ننگرهار ، لغمان ، کاپیسا ، کابل ، بامیان اونور و سیمو په لرغونې سیمه ده چې د بودیزم دفرهنگ نما یندگي کولای شي .دچین مشهور مؤرخ او جغرافیه پوه � هیون تسنگ � هم له دغو یاد شووسیمو څخه په هغه مهال کې لیدنه کړې وه چې داسلام مقدس دین لا په دغو برخو کې خپور شوی نه ؤ . نوموړی داوومې پیړۍ په دریمه لسیزه کې له � لیانک چو � نه سرقند ته ورسید ، بیا دافغا نستان خلم ، بلخ ، بامیان ، کا پیسا ،کابل ،لغمان ، ننگرهار ، پیښور ، ټکسلا او دگندهارا نورې سیمې ولټولې اوبیا تر هنده پورې ورسیداو وروسته له دولس کالو بیرته راستون شو.
سمنگان ولايت دا ولایت یو روښانه او لرغونی تاریخ لري. حضرت سلطان،دخلم غونډی، د بودیزم په سبک لوی سوړی او غارونه د سرخرنگ خټینې مجسمې او تخت رستم ددې ولایت مهم تاریخې ځایونه دی. د کشفیاتو له مخې ډیرې سوړې او مغارې موندل شوي دي او دا ثابتوي، چی د سمنگان نوم هم ازبکي او تاریخي ریښه لري، ځکه چې په ازبکې کې(سومونگ،ایان) دی، چې مانایې د سوړو اوسیدونکیو په مفهوم ده. تر میلاد(۵) پیړی وړاندی د رستم تخت له تیږی څخه جوړ کړای شوی دی. د خلم د ښار شمال لور ته په ۸ کیلومتری کې له غونډی څخه یو شمیر مجسمې ترلاسه شوي دي، چې دا ټول څیزونه د سمنگان لرغونتوب ثابتوی.